د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې ۳۹۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارد او ۱۸۶ میلیونه افغانۍ له مالیاتي عوایدو، یو میلیارد او ۷۵۷ میلیونه افغانۍ له غېر مالیاتي عوایدو او درې میلیارده او ۸۳۱ میلیونه افغانۍ د ګمرکونو له برخې لاس ته راغلي دي.
د پکتيا ولایت په مرکز ګردېز کې چې له دې وړاندې په کې د توکو پلور او پېر په افغانیو ترسره کېده، له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې ځای تر ډېره پاکستانۍ کلدارو نیولی دی، چې دې مسلې خلک سخت اندېښمن کړي دي.
د پکتیا اوسېدونکي د ډالرو ارزښت کمېدو ته په اشارې سره وايي، چې لاهم په ښار کې سوداګر او هټۍ وال د پخوا په څېر په لوړه بیه په خلکو اړونده توکي پلوري.
مرکزي بانک چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، تر اوسه د ډالرو نرخ نه دی خپور کړی. دغه بانک تېره ورځ د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي دي.
نبيل هدايت الله بدري ته د نږدې سرچينو پر اساس ادعا کړې چې له ماليې وزارت څخه ايستل شوې پيسې د قومي مشرانو د وفادارۍ تر لاسه کولو او په کندهار کې د هغې ۴۰ زره کسيزې ډلې د تمويل او جوړونې لپاره مصرفېږي چې ملا هبت الله ته له وفادارو خلګو او قومونو جوړه شوې ده.
یاد راپور کې همدارنګه ویل شوي، که له دغې پرېکړې مخکې حوالې د استوونکو له خوا په ډالرو لېږل شوې وي، ډالر ورته ورکول کېږي.
د پیسو راکړې ورکړې مرکزي بازار (شهزاده سرای) د نرخ پر بنسټ، نن (شنبه، د سلواغې په ۱۶مه) یو امریکایي ډالر ۸۹ افغانۍ تبادله شوی دی.
چې د طالبانو د لومړیو میاشتو د راتګ پر مهال د بهرنیو اسعارو د مخنیوي لپآره د پام وړ هڅې روانې وې، خو د نوموړي په وینا چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یو ځل بیا خلکو پاکستانۍ کلدارو ته مخه کړې ده.
تاج محمد د ترینکوټ ښار یو بل اوسیدونکی دی نوموړی وايي، ټول ښار کې خلک په زړو افغانیو راکړه ورکړه کوي چې نه يې هټۍوال اخلي او نه يې هم مشتريان چې تل یو له بل سره په لانجه اخته وي.
د مرکزي بانک د پولي سياست رييس وايي، د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په مياشت کې د پاړسوب کچه ۳.۵ سلنې ته رسيدلې وه، په داسې حال کې چې تېر کال د سلواغې په مياشت کې د پاړسوب سلنه ۱۵.۳ وه.