د اعلامیې له مخې، یاد وزارت ویلي، پاکستان ته د طالبانو سیاسي کمېسیون پلاوي سفر د افغانستان اسلامي جمهوریت سره په مشوره او کابل ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سفر په پایله کې شوی.
خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ جګړه د هېواد ډېری ولایتونو کې سخته شوې ده، خو د طالبانو ډېر تمرکز د هېواد په شمالي ولایتونو دی. د افغانستان شمال له ډېر وخته د اسلامي بنسټپالو ډلو پناه ځای و چې له دې ډلو ځینې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره جګړه کې دي او د روسیې حاکمیت پر وړاندې سیمه کې فعالیت کوي.