هغه زده کوونکو چې په تيرو وختونو کې د ارزګان په خصوصي مرکزونو کې زده کړي کولې زياتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې اوس زده کړو ته شا کړې او په ښار کې د خپلې کورنۍ لپاره په شاقه کارونو بوخت دي.
د خوست ولایت اوسېدونکي وايي، اوس مهال زرګونه ماشومان په بېلابېلو برخو کې په شاقه کارونو بوخت دي او له همدې کبله ورڅخه زده کړې پاتې شوې دي.
په هلمند کې د باختر اژانس خبریال ګل محمد غورځنګ وایي، چې له تیرو دو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی.
د عزت الله په څېر سلګونه نور را ستانه شوي، چې په کوزه پښتونخوا کې یې د ژوند چارې برابرې او د خپلې کورنۍ لپاره یې یوه مړۍ حلاله نفقه برابرولی شوه، دلته کونړ ته په راتګ سره د ژوند له سختو ننګونو سره مخ دي.
لغمان کې د طالبانو د چاپېريال ساتنې ريیس محمد فهیم صدیقي په دغه ولايت کې پر ښکار بنديز تاييدوي او وايي، پر ښکار یې له بندیز موخه د چاپېريال ساتنې اصولو او مقرراتو پلي کول دي.
د لغمان اوسیدونکی سراج الدین وایي، د پخوا په پرتله د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری شوی او مجبور دي، چې د خپلې کورنۍ لپاره لیلامي لباسونه وپېري ځکه دلته د یوې جوړې مغازهیي جامو په پيسو څو جوړې ليلامي جامې اخیستی شي.
د خوست ولایت یو تن قومي مشر اطلاعات روز سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او هغه چې په دندو دي له خپلو دندو ګوښه نه کړي.
ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې دندې له لاسه ورکړي او ځینې یې د اقتصادي ستونزو له امله آن په رواني ناروغیو هم اخته شوي دي.
کونړ ولایت کې د پخواني حکومت پوځیان چې اوس د بېکارۍ پر ټغر ناست دي وايي، د بېکارۍ روانې بدې څپې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.
زیاتره افغان کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ سربیره د طالبانو له لوري د ځینو محدودیتونو له امله هم اړې شوي، چې خپل هیواد پریږدي او پاکستان ته کډوال شي.