د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مصر په شرمالشیخ کې د اقلیمي بدلون د ۲۷مې ناستې جوړیدل نړۍ ته د ور پیښو اقلیمي ننګونو لپاره د یوې حل لارې د موندلو لومړی ګام بولي.
د اوچا له راپور سره سم، افغانستان د نړۍ په هغو ۱۰ هيوادونو کې دی چې د وچکالۍ، توپان، واورې ښوييدنې او زلزلې په ګډون له سختې آب او هوا او طبيعي افتونو سره مخ دی.
اوچا نن (يکشنبه، ۱۲ د ليندۍ) پر خپله ایکس پاڼه ليکلي، چې که څه هم افغانستان له اقليمي بدلونو زيات زيانمن شوی، خو د نړۍ يوازې ۰.۰۸ سلنه شين کوريز غازونه توليدوي.
زيات فقير او مخ پر ودې هيوادونو د ملګرو ملتونو له زرغون صندوق څخه په استفادې د پاکې انرژۍ (بادي، لمريزه او نورې پاکې انرژۍ) پراختيايي برنامې چټکې کړې، خو افغانستان اوس مهال د نړيوال رسميت د نه لرلو له کبله له دې صندوق څخه استفاده نه شي کولای.
د چاپېريال ساتنې اداره وايي، چې سيلاب، وچکالي او د حرارت لوړې درجې په افغانستان کې په زرګونه کسان اغېزمن کړي او په ميليونونو ډالره زيان يې رسولی دی.
اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلونو کانفرانس چې «کوپ ۲۸» نومېږي، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام رييس زياته کړې، چې اقليمي بدلونونه اوبو، خاورې او کرنيزو محصولاتو ته د لاسرسي د کمېدو او د هغوی د کيفيت د خرابېدو لپاره ګواښ دي او د ميليونونو وګړو ژوند له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ کوي.
د دې پنځو غير دولتي سازمانونو په اعلاميه کې راغلي چې کوم ماشومان او کورنۍ د ژوند له اړخه پر کرنې متکي دي، د زيات باران او واورې نه کېدو له کبله به په زياته کچه متضرر شي.