په ورته مهال د لغمان بزګران هم دې ولایت کې وروستیو ناامنیو اندیښمن کړي دي. نورالله د لغمان د الینګار ولسوالۍ د کبیلې سیمې اوسیدونکی دی هغه سږکال په خپله څلور جریبه ځمکه کې د تازه سبزجاتو سربیره غنم هم کرلي و. نورالله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له ده سربیره د زیاتو کلیوالو یې د غنمو لونه پاخه وو، خو جګړې یې هر څه له خاور سره خاورې کړل او د ځان ساتلو په موخه یې خپل کورونه پریښودل او د لغمان مرکز مهترلام ته کډه شول.