مکنزي ويلي چې که متحده ايالاتو او متحدينو يې يو شمېر ځواکونه په افغانستان کې ساتلای او هلته يې خپله نظامي جګړه اوږده کړې وای، «هر څه به متفاوت و ... زه فکر کوم چې د اوس په پرتله به خوندي وای».
په پاکستان کې دوې ورځې وړاندې ټولټاکنې وشوې، خو لا يې هم وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوي او د رايو د شميرنې بهير دوام لري.
د امريکا د سمندري ځواکونو دغه پخواني افسر وويل، چې د افغانستان پخواني نظاميان لاهم هېله من دي چې د امريکا له لوري به نه وي هېر شوي او هېله يې وښوده چې د کنګرې تر ارزونې وروسته به د دې افرادو لپاره د کډوالۍ د ځانګړې ويزې (ايس آی وي) شرايط بدل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ايا متحده ايالات له چين څخه غواړي چې پر طالبانو له خپل نفوذ څخه د ښځو او نجونو د حقونو د ښهوالي لپاره استفاده وکړي، وويل: «موږ غواړو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ښه شي او له طالبانو سره له هر ښکېل هيواده غواړو چې په دې برخه کې پرمختګ وکړي.»
د امريکا د خزانې وزارت په اعلاميه کې د حنفي په اړه ويل شوي چې دی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزير په توګه کار کوي او د دې وزارت چارواکو د وژنې، انسان تښتونې، دُرو وهنې او ښکنځلو په ګډون د بشري حقونو په نقض کې ګډون کړی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ودانت پاټيل هم د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بريدونو په تړاو ورته څرګندونې کړي او ويلي يې دي چې داسې اقدامات بايد وشي چې تلفات په کې حد اقل کچې ته راټيټ شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند پرون دوشنبه د يوې خبري ناستې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي: «موږ باوري يو چې ډېره مهمه ده چې د بهرنيو چارو د وزارت دريځ په بشپړه توګه روښانه کړو او هغه دادی چې موږ کابل ته د هيڅ ډيپلوماټيک فعاليت د ستنولو لپاره لنډمهالې برنامه نه لرو.»
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ويلي، چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال پر مهال له افغانستانه د بايډن د حکومت ويرجنې وتنې د امريکا متحدين د طالبانو له غچ اخيستنې سره مخ کړي دي.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايک مک کال هم ويلي: «د بايډن حکومت له امريکايانو غواړي چې له افغانستانه خپله بې نظمه وتنه هيره کړي، همدې شي په ټوله نړۍ کې زموږ دښمنان زړور کړل، زموږ شريکان او متحدين يې تر شا پرېښودل او د ۱۳ زړورو امريکايي سرتېرو ژوند يې واخيست.»
ده زياته کړې، سيګار همدا راز موندلې چې د طالبانو چارواکو په پرلپسې توګه د متحده ايالاتو پر همکارو بنسټونو فشار راوړی چې د دوی کسان استخدام کړي او يا يې هم ټينګار پرې کړی چې د متحده ایالاتو شريکان دې له هغو شرکتونو سره قرارداد وکړي چې له طالبانو سره تړاو لري.