فايق همداراز ویلي: «په افغانستان کې د ثبات او په نړیواله ټولنه کې د دغه هېواد بیا ګډون د حکومتولۍ داسې یو مشروع ټولشموله سیستم ته اړتیا لري چې بنسټ یې عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو اراده وي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې اړتیاوو او اندېښنو ته ځواب ووايي.»
اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې د القاعدې د روزنځايونو په اړه د ملګرو ملتونو...
د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي، چې دا ځانګړی استازی بايد د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنې په داسې توګه عملي کړي چې د يوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ماموريت ته زيان ونه رسوي.
د ملګرو ملتونو د دې دورې په غونډه کې د افغانستان وضعيت په اجنډا کې شامل نه و، خو په هيواد کې روان کړکېچ د دې لامل شوی دی چې د هيوادونو زيات رهبران د افغانستان د روان وضعيت په اړه دريځ ونيسي. د ملګرو ملتونو د غړو هيوادونو د مشرانو له خبرو سره-سره چې د افغانستان په اړه يې وکړې، د هيواد وضعيت د هغو ګڼو ناستو موضوع هم وه چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وشوې.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په راپور کې طالبان تورن شوي چې د القاعدې په ګډون له تروريستي ډلو سره يې اړيکې نه دي پرې کړي او د دوحې پر هوکړه ليک يې عمل نه دی کړی.
اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غونډې...
«د افغانستان ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا» په خپله اعلاميه کې زیاته کړې، چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان يو ځای کېدل يوازې د ټولګډونه حکومت په موجوديت کې چې د خلکو په اراده جوړ شوی وي، ممکن دي.
د امنيت شورا غړو د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې او ويلي يې دي چې يو ځل بيا تينګار کوي چې تروريزم په خپلو ټولو شکلونو او بڼو کې په افغانستان او نړۍ کې سولې او امنيت ته ګواښ دی.
د طالبانو وياند زياته کړې چې د دې راپور دا ارزونه په کلکه ردوي چې طالبان د ګاونډيو او سيمې د هيوادونو له مخالفينو سره مرسته کوي او يا هم د افغانستان له خاورې د نورو هيوادونو پر خلاف استفاده کوي.
پاکستان نه دي ويلي چې د بهرنيو چارو وزيران به پر څه غږېږي، خو ويلي يې دي چې دوی به د متقي د سفر ټول لګښتونه پرې کړي.