دا چاودنه په يوه تېز تلونکي موټر کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله را منځ ته شوې او د چاودنې په نتيجه کې د طالبانو د امنيې قومندان په شمول د طالبانو درې غړي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د دې ولايت د ولسواليو تر منځ هم بلا واټنونه دي او خلک يې ورته د پرمختيايي چارو نه تر سره کېدو او اسانتياوو د نشتوالي له امله کړاوونه لري.
جنرال سلطان داود دا څرګندونې نن (شنبه، د غبرګولي ۱) د ننګرهار ولايت مقام کې د نوموړي د پېژندګلوۍ په غونډه کې وکړې. د جنرال داود په وينا هغه وسله وال چې بې ګناه افغانان نارينه او ښځينه وژني د هېڅ ترحم وړ نه دي او تر دې وروسته به ورسره ننګرهار کې ورته چلند کېږي.
کامران اطلاعات روز ته وويل چې د يادو چارو د ښه مخ ته تګ او ثبات لپاره به له خلکو او د ټولنې له ټولو قشرونو سره اړيکې نورې هم زياتې شي.