ښاغلي متقي خپلو خبرو کې بیاځلي په ټینګار سره ویلي چې غواړي ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې جوړې او یو متوازن سیاست پر مخ یوسي.
په دې ناسته کې طالب استازي له خپل لوري ټولو ته د امنيت ډاډ ورکړی او د مرستو رسولو برخه کې یې د همکاريو ژمنه کړې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عمران خان خبرو ته تند غبرګون وښود او افغانانو ته یې توهین یاد کړ. نوموړی عمران خان د افغانانو ترمنځ په تفرقه اچونه تورن کړ.
ښاغلي کنیک د افغان سرې میاشتي د ظرفیت لوړونې او امکاناتو د برابرولو یادونه هم وکړه چې نړیوال هڅوي تر څو په دې برخه کي مرستي زیاتي کړي.
دغه راز ښاغلي متقي د افغانستان پاتې شتمنۍ پر ازادولو هم ټینګار کړی دی.
هغه لیکلي: «هلته به د پاکستاني چارواکو او هم د ټرايکا پلس ناستې له ګډونوالو سره ګوري. کابل، ماسکو فارمټ او نورو مخکینیو ناستو په تعقیب به د سیاسي، بشري او اقتصادي موضوعاتو په اړه تعقیبي مجلسونه ولري.»
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه ناسته پلازمېنه اسلاماباد کې شوې او دواړو اړخونو اسلاماباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ترسرهکېدونکی کنفرانس دې هېواد لپاره یو ښه فرصت وباله.
مولوي امیرخان متقي بیا خپلو خبرو کې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګلشوې زېرمه خلاصه کړي.
امیرخان متقي خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د دوی حکومت په دې هڅه کې دی څو څرنګه وکولی شي هیواد هر اړخیزې خودکفا او له محتاجیو وژغورل شي او د سیمي د اقتصاد او اتصال په مرکز بدل شي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نن (یکشنبه، د کب په ۲۲مه) خپرېشوې یوې اعلامیه کې ویلي، چې په غونډه کې د کابل هوایي ډګر او نورو هوایي ډګرونو او دغه راز د دواړو هیوادونو د ژورو اړیکو پر لا پراختیا خبرې وشوې.