په دغه سیمنار کې د طالبانو امربالمعروف وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي ویلي، امربالمعروف د طالبانو د نظام خلاصه ده؛ طالب مسوولین یې باید په سمه توګه استازیتوب وکړي.
انس حقاني وویل: مونږ او په ټوله کې اسلامي امارت د نجونو له ښوونځيو سره هيڅ ډول مخالفت نه لرو او زه ټول ولس ته ډاډ ورکوم، چې انشاالله له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به هم اجازه ورکول کيږي، تر څو ښوونځيو ته لاړې شي او خپلې زده کړې په اسلامي چوکاټ کې تر سره کړي