د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د داخلي کلبونو ترمنځ د کرکټ یادې سیالۍ په ۳۱ ولایتونو کې ترسره کیږي، چې په ۱۵ ولایتونو کې پای ته رسیدلي او د ننګرهار په ګډون په ۶ ولایتونو کې دوام لري.
عطاءالرحمن صافی زیاتوي، له دې سیالیو یې ګڼ نوي لوبغاړي پیدا کړل او ژمنه یې کړې، چې ډېر ژر به یې د کونړ ولایتي کرکټ لوبډله کې ځای پرځای کړي.
د دغو سيالو له لارې غوره لوبغاړي په نښه کوي ترڅو راتلونکي کې ولايتي منتخبه لوبډله ترې جوړه او د ولایاتو په سطحه سیالیو کې بیا برخه واخلي.