سپاه پاسداران په يوه اعلاميه کې ويلي: «د صهيونيستي رژيم جناياتو ته په ځواب کې د سپاه هوايي ځواکي په اشغال شوې ځمکه کې يو لړ اهداف د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو په مټ په نښه کړل.»
امنيت شورا ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي، چې يوناما د دریو وروستيو مياشتو پر مهال لږ تر لږه د غير قانوني وژنو ۱۰ پېښې، د خپلسرو نيونو ۲۱ مورده او د پخواني حکومت د نظاميانو او چارواکو د شکنجې اته مورده مستند کړي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر ښځو او د هغوی پر زده کړه او بشري حقونو پانګونه پر راتلونکې پانګونه ګڼلې ده. هغه زیاته کړې چې دا مهال نړۍ کې ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځي ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل ټويټر کې د يوه پيغام په خپرولو سره ويلي: «د مطبوعاتو د ازادۍ په نړيواله ورځ او يا هم بله هره ورځ بايد نړۍ له خبريالانو سره داسې ودرېږي لکه هغوی چې له حقیقت څخه دفاع کوي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) پرون اعلان وکړ چې طالبانو په ننګرهار کې د دې سازمان ښځينه کارمندانې له کار کولو منع کړې دي.
ګوتريش ټينګار کړی، چې د ټولګي له څوکيو واخله بيا د تصميم نيونې تر مېز پورې بايد ښځې او نجونې وکولای شي چې د افغانستان د ژوند په ټولو اړخونو کې بشپړ او معنادار ګډون ولري.
ګوتریش نن (دوشنبه، ۹ د زمري) په يوه ټويټ کې ليکلي: «موږ به هيڅکله له مبارزې لاس وانخلو تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د دوی (ښځو او نجونو) اساسي بشري حقونه په هر ځای کې مراعت شوي دي.»
ګوتريش ليکلي: «موږ بايد هيڅکله هم د ښځو او نجونو پر حقونو د بې مخينې او سيسټماټيکو بريدونو پر وړاندې چوپ نشو.»
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په خپل غبرګون کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار بنديز د هغوی د اساسي حقونو فاحش نقض دی او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دی.
ده زياته کړې، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنيز ژوند څخه حذف شوي او په ډېری ځايونو کې يې جنسي او د حاملهتوب حقونه شاته غورځول شوي دي.