ارزګان ولایت کې د طالبانو دکرنې رياست مسوولين وايي، چې د نورو کلونو په پرتله دغلته د انځرو باغونه مخ په زیاتیدو دي، چې ورسره سږکال د انځرو په حاصلاتو ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د کرنې د برخې يو تن انجينر محمدنسيم اطلاعات روز ته وویل، چې وروستيو ورښتونو نه يوازې د انځرو باغونه بلکې د نورو ميوو باغونه هم زيانمن کړي او کروندګرو ته یې زیان اړولی دی.
د وچ انځرو بيې سږکال حاصلاتو ته په کتو لوړې شوي ځکه په وينا يې، پروسږکال يو اميل ښه انځر په ۸۰۰۰ کالدارې پلورل کېدل خو د سږکال لږ حاصلاتو ته په کتو سره یې نرخونه ۱۶زره کالدارو ته پورته شوي.
کندهار کې د طالبانو د کرني او اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو امر مولوي محمد موسي وايي، اوسمهال دغلته پر ۱۵زره هکټاره ځمکې د انځرو باغونه شتون لري چې ورسره يو وخت يې سږني حاصلات ۲۷۰ زره ټنو ته رسیدلي دي.