نوموړی وايي: «مونږ هڅه کوو، چې په ګردېز او دې ته ورته د احمد ابا، سید کرم او په ټوله کې د ۸ ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې همدا پروژه په ښه کیفیت ترسره پلي کړو. مونږ د دغو کارونو لپاره چې باید نظارت یې وشي، یو ځانګړی مسلکي ټیم هم ګمارلی دی.»
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پکتیا کې له تېرو اووه میاشتو راهیسې ځینې پروژې نیمګړې پاتې شوې او د نامالومو دلایلو له امله یې لاهم چارې نه دي بشپړې شوې.