د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وایي، چې پېښه پرون سهار (چهارشنبه، ۴ د زمري) د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «ارغچ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز په شپږمه ناحیه کې یو ۱۰ کلن ماشوم د سیند اوبو ډوب او مړ شوی دی.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه ځوان نن شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د مومندرې ولسوالۍ اړوند «ګردي غوث» سیمه کې د کونړ سیند اوبو ډوب کړی او تراوسه یې مړی نادرکه دی.
د دهلې بند له پارچاوېدو سره يو وخت کندهار کې د لويې ويالې ترڅنګ په نورو ويالو کې هم اوبه زياتې شوي چې یوازې تېره میاشت څلورو ځوانانو دغلته د لامبو پرمهال خپل ژوند بایللی دی.
یاد محصل د غزني ولايت اصلي اوسيدونکی و چې درې ورځې وړاندې د تفریح په موخه د کندهار دهلې بند ته تللی و او هلته د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی و.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۳ د چنګاښ) د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند د درونټي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند فاروقي خپلواک اطلاعات روز ته د یادې پیښې په تایید سره وویل، چې یاد ډاګټر رحمت الله نومیده او د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی و
په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو ځايې مسوولين وايي، ياد ځوان سيد عبدالرحمن شاه آغا نومېده او تېره ورځ (جمعه، ۸ د غویي) د دغې ولسوالۍ د رود اړوند «سربند» سره اوبو ډوب کړی دی.
ارغنداب کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، دغه ځوان سيد احمد صمدي نومېده او نن (چهارشنبه، ۲۳ د وري) مازدیګر د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «سرکاري باغ پله» سره اوبو ډوب کړی دی.
هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریيس حافظ راشد هلمندی وايي، د بازګل په نوم دغه کس تېره ورځ (دوشنبه، ۲۰ د چنګاښ) د مرکز لښکرګاه د بست روغتون سيمه کې اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.