هغه ټینګار وکړ: «د طالب بندیانو خوشې کول د سولې په هیله و، چې [طالبان] د خبرو پیلېدو ته حاضر شي، څو جګړه پرې او اوربند وکړي.»
خبرپاڼه زیاتوي، د امریکا متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه هېواد له تلپاتي ملاتړ ډاډ ورکړ.
دغه راز پرېکړه شوې چې قطر ته د مرکچي پلاوي له تګ وړاندې یوه تخنیکي ډله رامنځته شي، څو د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړیتوبونه برابر او جوړ کړي او د رهبرۍ کمېټې له منلو وروسته پرې مرکچي پلاوی د ملاتړیز لارښود په توګه عمل وکړي.
ولسمشر دغه طرحه وړمه ورځ (سه شنبه، ۱۷ د وري) په ارګ کې د خپلو لومړیو مرستیالانو او د کابینې غړیو په شتون کې وړاندې کړې او پرون ناوخته رسنیزه شوې ده. د ولسمشر غني د سولې دغه طرحه په دریو پړاوونو کې برابره شوې ده. د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د سولې دغه طرحه د امریکا له خوا افغان سولې لپاره د طرحې پر وړاندې برابره او په ډاګه شوې ده.
دوی همداراز د بهرنیانو وتل د هیواد او خلکو په خیر وباله او له سیاسیو یې غوښتنه وکړه، چې د نظام ساتنې لپاره دې له افغان حکومت سره د مخالفتونو پر ځای همکاري وکړي.
حقبيان وايي: «هر مفتي ته که په داخل کې دی که په خارج کې؛ بلخصوص د پاکستان د ای اس ای جاسوس دې موږ ته دا فتوا نه راکوي چې د افغانستان مکتب وران کړه، پوهنتون يې والوځوه، ځوان يې شهيد کړه او عالم يې له منځه يوسه، نور له دې مردودو فتواوو ستړي يو.»
په لاریون کې د روانې جګړې یو شمیر زیانمنو شویو کسانو هم ګډون کړی و. له ډلې یې نور محمد او ګل خان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې دوحه کې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو ته خوښي وښوده او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې د سولې په دې اساس پړاو خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.
د دې ولایت د ۲۲ ولسوالیو شاوخوا سلګونه اوسيدونکو د امنيتي ځواکونو قرباني وستایلې او له موقت حکومت سره یې مخالفت څرګند کړ. غونډې ته د کټواز زون قومي مشر نورمحمد وويل، اوسنی نظام د ټولو افغانانو په خیر دی او پاید د لاښه والي لپاره یې هڅې وشي.
د غونډې ګډونوالو هم د سولې په برخه کې د روانو مذاکراتو پر ګړندیتوب او اوربند ټینګار درلود.په ورته مهال دې غونډې ته د وینا پرمهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالروف شپون له خلکو وغوښتل چې ټول د نظام او جمهوریت د بقا او پايښت لپاره یو لاس شي او اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان بیا د نړیوالو له نظره ولویږي.
دوی چې نن (یکشنبه، ۱۲ د غویي) یې په مرکز ګردېز کې د خبري ناسته پر مهال په لوګر کې د شوې خونړي پېښې د غندنې او هیواد کې د نا امنیو په ډېرېدو خبري ناسته رابللې وه، اندېښنه یې څرګنده کړه، چې دا ډول پېښې چې تر اوسه یې مسوولیت هم چا نه دی منلی، د سولې خبرو پر وړاندې به ستونزې جوړې کړي.
د ځوانانو ګروپ غړو په لوګر ولایت کې موټر بم چاودنه چې له امله یې ګڼو ملکي کسانو ته پکې مرګ، ژوبله واوښته، انساني جنایت وباله او غوښتنه یې وکړه، چې د جګړې پر مهال دې د ملکي وګړو ژوند ته پام وشي.