د بصیر ارین درې موټره چې ۹۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت په دې اورلګېدنه کې وسول، له اطلاعات روز سره خبرو کې وویل چې د ګمرک ځینې مامورین، دولتي ځواکونه او مافیا له باروړونکو موټرو د اخاذیو له ترلاسه کولو وروسته اجازه ورکوي چې توکي هرات ته دننه شي.
یوې سرچينې وویل، ياد ځوان پرون (یکشنبه، ۱۷ د غویي) له غرمې وروسته کندهار ښار کې د کپتان چوک اړوند «پتيال واټ» هدیرو سیمه کې ځانته اور اچولی دی.
صدیقي زیاتوي، ځنګل کې د اور وژنې لپاره له سیمې څخه شاوخوا ٨٠ کسان ورغلي، خو په خبره یې د اور وژنه د هغوی له وسې پورته ده او د طالبانو له مرکزي حکومت یې د مرستې غوښتنه کړې.
کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین بیا وایي، د دغه ولایت د پېج درې ولسوالۍ په «کوړنګل او سوندرۍ» درو کې لګېدلی اور لا هم نه دی مړی شوی او درېیمې ورځې ته غځېدلی دی.