اړمنې کورنۍ که څه هم پر شویو مرستو خوښې دي، خو وایي دا مرستې یې اقتصادي اړتیاوې نه شي پوره کولی او غوښتنه کوي چې نړۍ والې مرستندویه ادارې دې له دوی سره په روان ژمي کې خپلې مرستې لا زیاتې او دوامدارې کړي.
په دې مرسته کې هرې اړمنې کورنۍ ته اوړه، غوړي، دال، مالګه، د ماشومانو لپاره ککو او د خوارځواکۍ لپاره غذايي مواد شامل وو.
«بيخي ستړې يمه د خپل ژوند څخه په تنګه شوې يمه زه حيرانه يمه چې په دغه خپلو اولادونو څه وکړم د خوراکي توکو مرستې دې راسره وکړي چې اولادونه مو له لوږې مړه نه شي.»