د افغانستان د حکومت تر ړنګېدو وروسته پکن هڅه وکړه چې له طالبانو سره د خپل تعامل او اړيکې کچه زياته کړي او تر اوسه يې د وزارت په کچه د طالبانو د لوړپوړو پلاوو کوربتوب کړی دی.
مرتضوي ویلي، چې ايران له افغانستان سره د دوستانه اړيکو غوښتونکی او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه روغتيا او اقتصاد کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.
له قونسلي خدماتو سره تړلو معلوماتو ته د طالبانو لاسرسی د افغان وګړو او هغو خارجي افرادو لپاره ستونزې را پيدا کوي چې د ويزې ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ او بانکي حساب په ګډون د طالبانو له ادارې سره خپل خصوصي معلومات شريکوي.
د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي همدا راز دې خبرې اژانس ته ويلي، چې روسيې ته لاهم د طالبانو د رسميت پيژندنې بحث مطرح نه دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزیر حسين امير عبداللهيان خبريالانو ته د يکشنبې په ورځ وويل، چې د دواړو هيوادونو تر منځ هوکړه شوې چې لوړپوړي ډيپلوماټان به يې غونډه کوي.
منير زياته کړې، چې پاکستان له ۵۰ کلونو راهيسې د پنځو ميليونه افغان وګړو غذا تأمين کړې، خو «کله چې خبره زموږ اولادونو ته راځي، نو موږ به هغه کسان تعقيب کړو چې پر دوی بريد کوي».
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، چې د طالبانو پلاوي موافقه کړې چې د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره به «په لوړه کچه تعامل او خبرو-اترو» ته دوام ورکړي.
پاکستاني چارواکو له وړاندې داسې اشارې ورکړې دي چې ښايي په خپله خاوره کې امريکايي ډرون الوتکو ته اډې ورکړي او په دې توګه به ښايي طالبانو ته دا پيغام ورکوي چې که دا ځل هم د جهاديانو په ننګ درېږي، نو پايله به يې د دوی له تېرې دورې څخه متفاوته نه وي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر په يوه ټويټ کې لیکلي، چې زرداري او دراني په دې ليدنه کې د افغانستان اوسنی وضعيت ارزولی دی.
د ايراني رسنيو په وينا، تهران او رياض د دوه اړخيزو اړيکو پر بيا پېل هوکړه کړې او د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د سفارتونو د پرانيستې په موخه ژر له يوه – بل سره وويني.