د تسنيم خبري اژانس په وينا، د ايران د ځمکنيو ځواکونو قومندان پرونۍ نښتې ته په اشارې ويلي: «تر څو چې [افغانستان] نړيوالو قوانينو ته درناوی کوي، نو متقابل درناوی به يې کېږي.
په ايران کې د ایرنا خبرې آژانس ديوه ايراني پوله ساتي سرتيرې تصوير خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې ياد سرتيری د سه شنبې په ورځ مازديګر د افغان خاورې څخه د نامعلومه کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.
سرچينه زیاتوي، دغه افغان ځوانان د ایران سيستان او بلوچستان ښار سره نږدې د دغه هیواد ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوي او تیره ورځ (چهارشنبه، ۲۴ د کب) یې جسدونه د هیواد نیمروز ولایت ته رالیږدول شوي دي.