سپاه پاسداران په يوه اعلاميه کې ويلي: «د صهيونيستي رژيم جناياتو ته په ځواب کې د سپاه هوايي ځواکي په اشغال شوې ځمکه کې يو لړ اهداف د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو په مټ په نښه کړل.»
د ده په وينا، د پولې دا طرحه په څلورو رغنيزو عملياتو کې ترسره کېږي او تر اوسه يې کټارې لګول شوې دي او تر دې وروسته به يې بستر هوارېږي او د سړک جوړول به يې پېلېږي.
مرتضوي ویلي، چې ايران له افغانستان سره د دوستانه اړيکو غوښتونکی او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه روغتيا او اقتصاد کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.
ايران د پاکستان تر څنګ له طالبانو سره هم پخوا او هم اوس نږدې اړيکې لري. دې هيواد په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او همدا راز په افغانستان کې تر سياسي بدلونو وروسته يې په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی دی.
متقي ويلي: «که وغواړو او که ونه غواړو، که ووايو او که ونه وايو، د ننني انسان وجدان نشو کولای له دې تناقضاتو سره ويده وساتو. په غزه کې د فلسطينيانو تر نسل وژنې او د صهيونيستي رژيم تر ازاد پرېښودلو وروسته دا ستر تناقضات په کافي اندازه په ډاګه شوي او د داسې وضعيت د رامنځته کېدو له کبله په نړيوال وضعيت کې بدلون حتمي دی.»
اطلاعات روز: له نشه يي توکو سره د ايران د مبارزې عمومي مشر سکندر مومني ويلي، چې دا هيواد له...
د ايران د خراسان رضوي ولايت پوله ساتي قومندان مجيد شجاع ويلي، چې د هر بهرني هيواد تبع بايد د رسمي او قانوني دروازو له لارې ايران ته راشي، که نه له دې پرته به له جدي چلند سره مخ شي.
د ايران د پارلمان رییس له خپل تاجکستاني سيال سره په ليدنه کې د تروريزم پر وړاندې په مقابله کې پر همکارۍ ټينګار کړی دی.
پاکستان د اکټوبر په مياشت کې د ۱.۷ ميليونه افغان وګړو په ګډون «غير قانوني» کډوالو ته وروستۍ نېټه وټاکله چې بايد دا هيواد پرېږدي، که نه وبه شړل شي.
د وحيدي په خبره، کوم کډوال چې په ايران کې د اوسېدو اسناد نه لري بايد ستانه شي، خو کوم وګړي چې اسناد لري، کولای شي د کار، اقتصادي فعاليت او يا هم پانګونې جواز ترلاسه کړي.