هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد وایي، چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په «تاجکانو» کلي کې د یو کور چت پریوتو له امله د یوې کورنۍدوه تنه مړه شوي.
خوست کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وایي، چې په سیمه کې د رامنځته شوي توپان له امله ځايي اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د سمیع الله په نامه د یوه ځایي اوسیدونکي د کوټې چت پریوتي، چې له امله یې د نوموړې میرمن او دوه زامن مړه شوي او بله لور یې ژوبله شوې ده.
د احمدګل په نامه د بهسودو ولسوالۍ یو اوسیدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن سهار یې کلیوالو د ثمرخیلو پاټک سره د سیلاب په اوبو کې د یو هلک او یوې میرمنې جسدونه موندلي دي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ یو کروندګر وایي، چې سږکال د باران نه اورېدو له امله یې تر ډېره په ځمکو کرل شوي فصلونه زیانمن شوي او په ځینو سیمو کې خو لا فصلونه د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د سیمې یوه اوسیدونکي سید محمد وویل، چې پېښه تېره ورځ (سېشنبه، ۱۲ د غویي) ماښام د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «شبدانۍ» سیمه کې د دیوال غورځیدو له امله رامنځته شوې ده.
کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، پرون شنبه (۲۹ د زمري) د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د اورښتنو له امله د ملک میرویس د کور چت پرېوتی، چې له امله یې یو ماشوم او یوه میرمن مړه شوي او درې تنه نور ژوبل دي.