د احمدابا ولسوالۍ یو بڼوال علي جان چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې یې بڼوالۍ ته مخه کړې ۲۵۰۰ د مڼو ونې لري هغه وايي، پکتیا کې څلور ډوله مڼې کرل کیږي چې له ډلې یې د مارلینګ، بیروتۍ، پوځي او د اوړي په نومونو شاملې دي.
هلمند ميشتي کروندګر وايي، که څه هم دوی په خپلو ځمکو په پراخه کچه پنبه کښت کړې، خو په وينا يې چې هيڅ بازار نه لري او دا هېله یې هم له لاسه ورکړې چې سږکال به یې راټول کړی حاصل شوی لګښت پوره کړي.
په خوست کې يوه برخه ښځې چې په خپل شخصي لګښت د لاسي صنايعو په کاروبار بوختې دي، د بازار له نشتون شکايت کوي او وايي، د توليداتو لپاره يې پيرېدونکي کمرنګه او هټۍ وال يې هم په مناسبه بيه ترې نه پیري.
د خوست ولایت د مرکز او ځنیو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په هټیو کې ورباندې تر ډېره له وخته تېر او کم کیفیته توکي پلورل کیږي، چې د استعمال پر مهال یې بېلابېلې ناروغۍ هم پیدا کړې دي.
د کبانو روزونکي وايي، وچکالي، د کبانو لپاره د مشخصې خوراکې کموالی او سوړ بازار هغه لاملونه دي، چې دغه کاروبار ته يې سخت زيان رسولی او ګڼ فارومونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.