د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین هم په دې اړه اندېښمن دي او وايي، د اورښتونو له امله د دغه لرغوني ځای ډېری برخې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د پکتیا تاریخي کلا یا بالاحصار چې د مرکز ګردیز پر یو لوړه غونډۍ جوړ شوی، د مېلو لپاره مناسب او خوندي ځای یادیږي، خو د دې بالاحصار ډیری برخې نړېدلې او داسې څه نه دي پاتې چې هلته دې د ولایت په کچه په کې مراسم ونیول شي.
نوموړی وايي: «دلته مونږ پلان لرو، چې له ترمیم وړاندې په کې عامه کتابتون جوړ کړو، ځکه ځینې ودانۍ یې د استفادې وړ دي، نو دغه کتابتون به د ولایت په کچه وي او همدلته به نورې فرهنګي ناستې هم ترسره کیږي.»
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ريیس صلاح الدين سليس د ګردېز بالاحصار د جوړېدو تاريخ د کوشانیانو له دورې سره تړلی بولي او وايي د دې تاريخي کلا لوړه تپه د تاريخ د پاڼو په استناد کابو ۳۰۰۰ کاله او ترې چاپېر دېوال يا چارديوالي يې شاوخوا ۱۸۰۰ کاله لرغونتوب لري.