یو سوداګر چې د اوړو کارو بار لري وایي، چې له هېواده بهر ته د بانکونو له لارې د پيسو په لېږد او بیرته ترلاسه کولو برخه کې محدودیتونو له ستونزو سره مخ کړي دي.
ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمی عظیمي نن (دوشنبه، ۱۵ د وږي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د سوداګرو پانګې په بانکونو کې ایسارې پاتې دي، چې له امله یې دوی ورځ تر بلې زیانمیږي.
د بانکي نظام ټینګښت او ښهوالي لپاره د طالبانو د سرپرست حکومت دا ناسته په داسې مهال ده چې لا هم له بانکونو د پیسو وېستلو کې محدودیتونه پر خپل ځای دي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وایې، چې ټاکل شوې په نیږدې ورځو کې په ټول هیواد کې د ګمرکونو فعالیتونه پيل او همدارنګه په دغه موده کې به د بانکونو دروازې هم د مراجعینو پر مخ پرانیستل شي.