له ارګه په نننۍ (شنبه، ۶ مرغومې) خپره کړې خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی څو پر مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د برید په ګډون د ټولو وروستیو تروریستي بریدونو عاملین پیدا او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسوي.
يوناما ويلي، چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې څخه چې طالبان واک ته رسېدلي دي، بيا د ۲۰۲۳ کال د می تر مياشتې يې د يو زر او ۹۶ تنو وژل کېدل او د دوه زره او ۶۷۹ تنو ژوبلېدل ثبت کړي دي. د يوناما په وينا، د دې مرګ ژوبلې درې پر څلور برخه ملکيان دي چې ټولټال ۷۰۱ تنه وژل شوي او ۱۱۳ نور ژوبل شوي دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ هم پر هزاره ګانو د وروستي بريد په تړاو د څېړنو غوښتنه کړې چې عاملان يې بايد تشخيص او وپوښتل شي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، چې دا عش لاهم هڅه کوي چې په پاکستان کې د پښې ايښودلو ځای پيدا کړي تر څو د شيعهګانو او مذهبي لږکيو پر خلاف تروريستي فعاليتونه پېل کړي.
د طالبانو دفاع وزارت نن سهار د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دوی د تېرې شپې د هوايي بمباريو په غبرګون کې د پاکستاني پوځ نظامي مرکزونه تر بريدونو لاندې راوستي، خو د مرګ، ژوبلې په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (پنجشنبه، ۱۶ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د طالبانو دغه برید کې پنځه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان لنډمهالی لومړی وزير د داعش او ټي ټي پي د بريدونو مخنيوي کې له طالبانو د همکارۍ غوښتونکی شو
ښاغلي کاکړ پرون (جمعه، ۳۱ د وږي) د ملګرو ملتونو په اته اويايمه غونډه کې ويلي، چې د افغانستان له خاورې او د پولې له هغه لوري پر پاکستان د ټي ټي پي او نورو ټولو ډلو بريدونه غندي.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست زياته کړې چې «مغرضې کړۍ د کاذبو اطلاعاتو په توليدولو» سره هڅه کوي چې له افغانستانه د سيمې او نړۍ هيوادونو ته انديښنې پیدا کړي او له دې لارې خپلو مادي او سياسي امتيازاتو او موخو ته لاسرسی پيدا کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د برېتانیا استازولۍ ويلي، چې په افغانستان کې د هزاره ګانو پر وړاندې د بريدونو د زياتوالي په اړه اندېښنه لري.