هغه زیاته کړه، چې د تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې یې د قومي مشرانو په هڅو د برېښنا پایې سیمې ته انتقال کړې، خو د هغه په وینا چې تر اوسه نه نسب شوي او نه هم خلکو ته په کې د بر ښنا مزي غځول شوي دي.
کندهار کې صنعتکاران وایي، اوس مهال د کندهار ۶۰ سلنه صنعت کاران د بریښنا نشتون له امله په دې هڅه کې دي ترڅو خپل کاروبار کابل او يا نورو ګاونډیو هېوادونو ته انتقال کړي.
په صنعتي پارک کې د فابریکو مالکین د بریښنا په برخه کې یادو ستونزو اندېښمن کړي او وایي، که حالات همداسې دوام وکړي نو دا پاتې فابریکې هم له سقوط سره مخ کېدونکي دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، چې دغه پيښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۶ د غویي) ناوخته د سنګين ولسوالۍ په «ميان رودي» سيمه کې رامنځته شوې ده.
د وارداتي برښنا په اړه په لوګر ولایت کې پانګوال هم په ویش ټینګار کوي او وايي، که د مرکز ټولو سیمو ته بریښنا ورسول شي، نو خلک به د شته تولیدي فابریکو څو برابره نورې هم فعاله کړي.
د کجکي بند د دوهم فاز د جوړولو کار په ۲۰۱۶ کال کې د یوه ترکي او امریکايي خصوصي شرکت له خوا پیل شو.
د دغه بند دویم فاز نن ګټې اخیستنې ته وسپارل چې ۱۰۰ میګاواټه بریښنا به تولیدوي.
د سويل ختيځ زون په لوګر، پکتيا او خوست ولايتونو کې له ۳۰۰۰۰ ډېرې کورنۍ، فابریکې او شرکتونه له وارداتي برښنا ګټه پورته کوي.
د برېښنا شرکت له خبرپاڼې سره سم چې په دې ليدنه کې د چين د سوداګرۍ خوني استازي د برېښنا رييس ته ويلي چې دوی غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د ۵۰۰ مېګاواټه برق د توليد لپاره پانګونه وکړي.
د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ اړوند «ګرداوي» سیمه کې وړمه شپه د سید شاه په نامه یو ۲۲ کلن ځوان د ناپيژانده وسله والو له لوري لومړی مسوم شوی او بیا یې په ډزو وژلی دی.
د لغمان یو اوسېدونکی ګلاب وایي، دغه کسان تېره شپه (چهارشنبه، ۲۹ د وږي) د مهترلام ښار په «سلطان غازي بابا» ښارګوټي کې د برېښنا نیونې له امله مړه شوي دي.