دې د ښځو رول ته په اشاره ويلي چې «افغان ښځې توپير راوستونکې، مدافعينې او د بدلون را منځ ته کوونکې دي.»
دغه راز د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د دوی راتلونکي خواړه به له کومه کېږي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو اوسیدونکی پر ځایې طالب چارواکو نیوکه کوي او وایي، یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ د طالبانو له لوري پر خپلو خپلوانو او پلویانو وېشل کېږي.
اميري ليکلي: «په غير دولتي [بنسټونو] او ملګرو ملتونو کې د افغان ښځينه کارمندانو پر [کار] د طالبانو له لوري بنديز د حياتي بشرپالو مرستو د وړاندې کولو په بهير کې جدي ګواښ دی.»
د اوچا په اعلاميه کې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال په ۷۲ هيوادونو کې شاوخوا ۱۸۱ ميليونه خلک په راتلونکي کال کې د بشرپالو مرستو او ملاتړ لپاره په نښه شوي دي.
میلر زیاته کړې، چې امریکا اوس هم افغانستان ته د بشرپالو مرستو په چمتو کولو کې تر ټولو ستر هیواد دی. د هغه په وینا، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانستان له خلکو سره له دوه میلیارده ډالرو زیاته مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (اوچا) رييسې ايزابيل موسارد کارلسن ويلي، چې د دې سازمان د بېړني غبرګون د مرکزي صندوق مالي مرسته په سخت ژمي او د خوراکي ناامنۍ په اوج کې د زرګونو راستنېدونکو لپاره د ژغورنې لار ده او د هغوی بېړنۍ خوراکي اړتياوې پوره کوي.
مرستو ته نه لاسرسي د بې وزله او فقيرو کورنيو ترمنځ پراخه ناهيلي خپره کړې ده او د دې کورنيو ډېری يې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره سخته لار لکه کډوالي انتخاب کړې ده.
د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند ويلي، چې په دې ليدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د راپور، له پاکستانه د جبري ايستل کېدونکو کډوالو، بشرپالو مرستو د زياتوالي، روغتيايي او کرنيزو همکاريو، د ايټاليا د نابشپړو شويو پروژو او بېلابېلو دوه اړخيزو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
ده زياته کړې، سيګار همدا راز موندلې چې د طالبانو چارواکو په پرلپسې توګه د متحده ايالاتو پر همکارو بنسټونو فشار راوړی چې د دوی کسان استخدام کړي او يا يې هم ټينګار پرې کړی چې د متحده ایالاتو شريکان دې له هغو شرکتونو سره قرارداد وکړي چې له طالبانو سره تړاو لري.