يوې ځایي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه کارګران د همدې ځاى اوسېدونکي وو او تېره ورځ (يکشنبه، ۹ د زمري) ماسپښين مهال د «چنارک» د ډبرو سکرو کان کې ګازو نیولي دي.
د سرچينو په وينا، په غلا تورن کس دشپې د غلا پر مهال د کور د څښتن له لوري په ښکاري ټوپک وژل شوی او ترڅنګ یې يو بل تورن کس نيول شوی هم دی.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د حکومت له خوا حتا يو معياري کلينیک هم نه دی جوړ شوی او د درملو، ډاکټر او نرس د کمښت له کبله يې ناروغان مړه کېږي.
يوې سرچينې وویل، چې د کورنۍ څښتن عبدالمطلب له يوه زوی سره په دې پېښه کې ژغورل شوي دي، خو درې نجونې او دوه هلکان چې د ده لمسيان و، مړه شوي دي.
نن (جمعه، ۲۱ د تلې) غرمه مهال د بغلان د مرکز پلخمري ښار د سیلو لومړي سړک ته څیرمه د شیعه ګانو «امام زمان» جومات کې د لمانځه پرمهال چاودنه وشوه.
يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه (یکشنبه، ۱ د لړم) د خوست ولسوالۍ په فرغانبل سيمه کې د طالبانو پر يوې قرارګاه شوى دى.
سرچينه د «مقاومت جبهې» د دې قومندان نوم پهلوان ياسين يادوي او وايي، چې نوموړی د تګاب ولسوالۍ په پجک کلي کې د جبهې له دوو نورو غړو سره په يوه کور کې پټ و.
پلفي کوتل خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالۍ د بغلان ولايت له مرکز پلخمري ښار سره نښلوي.
د ښاغلي احمدي په وينا، د عبدالحکيم اندرابي او نورالله اندرابي په نوم د «مقاومت جبهې» غړي چې دواړه وروڼه و، د طالبانو پر وړاندې مقاومت کړی او د اتو طالبانو تر وژلو وروسته په خپله هم وژل شوي دي.
د لغمان د ترافیکو مدیریت چارواکي خبر ورکوي، چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «مشالی کمر» سیمه کي یو فلډر او سراچه موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې پرمهال یې دواړو موټرو کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.