ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په دې کتنه کې د شمال زون د عمومي وضعیت د ارزونې ترڅنګ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر چتر لاندې د ولسي پاڅونونو د همغږۍ، تجهیز او انسجام په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
د ځینو باوري سرچينو د وروستيو شمېرو له مخې، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شيعه ګانو...
یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، دغه دوه ځوانان تېره شپه (شنبه، ۲۲ د زمري) د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې هغه مهال د طالبانو له لوري وژل شوي، چې د دوی د تلاشي له ځایه یې تیښته کړې وه.
د اطلاعات روز خبريال هم راپور ورکوي چې په دې چاودنه کې د حيرتان بندر د نفتي موادو د کارکوونکو ۳۰۳ موټر په نښه شوی دی.
«مسلم» د انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز او یو شمېر نور خصوصي ښوونیز مرکزونه چې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې فعالیت کوي، هغه مرکزونه دي چې نن سبا د نجونو پر مخ تړل شوي دي.
دغه کانال ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی ۱۰۰ متره سور، ۸.۵ متره ژور کیندل کېږي چې د ۵۵۰ هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفیت به ولري، او په یوه ثانیه کې به ۶۵۰ متره مکعبه اوبه انتقالوي.
چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافيکو څلور لارې ته څېرمه د «حضرت زکریا» جامع جومات کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې پنځه تنه موټر چلوونکي، چې د فارياب ولايت اصلي اوسېدونکي دي، وژل شوي دي.
د یوه موټر چلوونکي خپلوان وایي، چې میلمانه د زهرجنې نوشابه تر څکلو وروسته مسموم شوي دي.
دغه چاودنه د مزار شريف ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيد اباد څلور لارې کې د سړک غاړې ماين له امله رامنځته شوې او د حيرتان بندر د نفتي موادو د کارمندانو ۳۰۳ موټر یې په نښه کړی دی.
بلخ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست همدا راز ويلي، چې د ښځو سطحي درملنه لکه پانسمان او پېچکاري به د ښځينه ډاکټرانو له خوا کېږي.