د بشر حقونو خپلواک کمېسیون نن (سه شنبه، ۲۳ مرغومې) پر ټولنیزو شبکو یوې یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي، چې په دغه پېښه کې چې د ۱۱ ماشومانو او ۳ ښځو په ګډون په کې ۱۸ تنه ولسي وګړي ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
مجاهد دغه راز ویلي، چې پاکستان باید پخپله خاوره د پیښو نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي ،« ځکه داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.»
په خوست ولایت ځینې ځايي سرچینې دا پېښه د بې پیلوټه الوتګې هوايي برید یاد کړی او ویلي دي چې له نن سهار راهیسې په مندوزیو ولسوالۍ کې بې پیلوټه الوتکې پروازونه کول.