ټولنيزه پاشلتیا د تېر کال تر سياسي پاشلتیا څو چنده زياته ويجاړوونکې ده. دا پاشلتیا پېل شوی او دوام لري. متأسفانه راتلونکی ښه نه دی. په يوه جمله کې به درته ووايم چې که له تاريخه زده کړه ونه کړو، تکراروو به يې.
اميري ويلي چې پر سينګارتونونو د طالبانو بنديز د يوه بل داسې مهم ځای حذفول دي چې هلته ښځې د خپلو کورنيو لپاره د ډوډۍ موندنې هڅه کوي.
اوچا ويلي، چې په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ګډون لګول شويو بنديزونو او محدوديتونو په افغانستان کې د خونديتوب بحران نور هم زيات کړی دی.
په دې وروستيو کې په کندهار کې د طالبانو والي د دې ډلې له چارواکو څخه د انځور اخيستل منع کړي دي. همدا راز په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د دې ولايت له محلي رسنيو سره د مخاطبينو په توګه د ښځو او نجونو پر ټیليفوني اړيکو بنديز لګولی دی.
په دغه بیانیه کې راغلي، چې د افغانستان د غړیتوب د لغوه کولو پریکړ یې د ایتلاف له غړو سره په مشوره او د دغه ایتلاف له غوښتنو سره سم کړې ده.
اروپايي هيوادونو ويلي، چې په ملي او نړيوالو سازمانونو کې د ښځو پر کار بنديز هغه ميليونونه افغانان له خطر سره مخ کړي چې د ژوندي پاتي کېدو لپاره يې تکيه پر بشري مرستو ده.
د دې دفتر په وينا، د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ د هغو کورنيو په پرتله چې نارينه يې سرپرستي کوي اقتصادي ټکانونه ويني او کم عايد لري.
له دې سره – سره، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې کېدلای شي د طالبانو وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو لپاره ويجاړونکې وي.
په ننګرهار ولایت کې د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله زینب وایي، له یو نیم کال ډیر وخت کیږي چې له زده کړو بې برخې شوې او لاهم له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.
طالبانو د لومړي مهال حکومت هم پر ښځو ګڼ بنديزونه لګولي و. لکه د شرعي محرم په نشتون کې يې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود، جبري حجاب، جبري واده، سنګسار او يو شمېر نور بنديزونه