کندهار کې د «کام ایر» هوايي شرکت مسوول وايي، د کندهار او دوبۍ ترمنځ دوه اړخيزې الوتنې يې د ياد ولايت د سوداګرو او صنعتکارانو له ډېرو غوښتنو وروسته پيل کړې دي.
سوداګر د خوست هوايي میدان په سوداګرۍ برخه کې مهم بولي او وايي که له دې ځایه چین، متحده عربي امارتو، سعودي، ایران او هندوستان ته هوايي پروازونه پېل شي، نو د هیواد په اقتصاد به مثبته اغېز وکړي