مالیې وزارت د بودجې سند ردېدو په اړه وایي، ولسي جرګه دا واک لري چې د بودجې سند رد یا تایید کړي، خو د حکومت غوښتنه دا ده چې کله د بودجې سند دویم ځل وړاندې کیږي، هر څه ژر دې ولسي جرګه تایید کړي څو حکومت وکولی شي چې د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړي او پراختیایي پروژې چې د خلکو پر ژوند اغېزه لري، پلي کړي.
په یوې بله بېلګه کې، د ۱۳۹۸ل کال د جوزا د ۱۹مې د ۷۲۸ شمېرې د حکم له مخې، د ۹۱ پالیسي له کوډه له دوه میلیون او ۶۸۰ زره افغانیو څخه زیاتې پیسې، د سوداګرۍ په چارو کې د ولسمشر د سلاکارانو د اضافي بستونو د اوو میاشتو معاشونو او امتیازاتو لپاره ځانګړي شوي دي. همدارنګه د ۱۳۹۸ل کال د جوزا په ۱۹مه ولسمشر د ۷۲۹ شمېرې حکم کې، د خپلو څلورو مشاورینو د دفتر ۱۵ اضافي بستونو معاشونو او امتیازاتو ته د ۹۱ پالیسي له کوډ څخه له اوو میلیونو او ۱۰۰ زره افغانیو زیاتې پیسې منظور کړي دي. د پلټنې عالي ادارې راپور کې روښانه شوې نه ده، چې دغه بستونه د ولسمشر کومو مشاوریتونو اړوند دي.