د کندهار د ترافيکو مديريت لپاره د طالبانو مرستيال پيرمحمد وايي، چې په تېرو دریو میاشتو کې یې شاوخوا ۴۷ زره موټرو «تخنیکي معاینه او تشریح» کړې چې له جملې یې ۳۵ زره موټر ثبت کړي.
د بې اسناده ګمرکي او ټرافیکي موټرو د ثبت لړۍ د لړم په ۱۰مه د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم او د ملي امنیت شورا غونډې ۱۵ شمېرې مصوبې له مخې پیل شوه.
د دې وزارت په اعلامیه کې چې نن (شنبه، ۲۳ د کب) خپره شوې، راغلي چې له دې وروسته بې اسناده موټرو پسې جدي څارنه کیږي.
دا مهال د افغانستان په نږدې ټولو ولايتونو کې د یو کیلي موټرو د ثبت لړۍ روانه ده او هر موټر ته د ماډل په تفکیک سره د ځانګړي شوي فیس په مقابل کې درې کلن موقتي اسناد ورکول کېږي.