راضیه په لغمان کې یو له هغو کونډو او بې وزله میرمنو څخه ده، چې خاوند یې د تیر حکومت پر مهال د ملي اردو په لېکو کې وژل شوی او اوس مهال د څلورو اولادونو سرپرستي ور ترغاړې ده.
عالیه وایي، افغانستان ته په راګرځیدو د ده له مخې تیاره وه، نه هغه وطن و، نه هغه خلک وو او نه هغه څه وو، چې مخکې یې لیدلي وو؛ هرڅه بدل شوي وو.
مرستو ته نه لاسرسي د بې وزله او فقيرو کورنيو ترمنځ پراخه ناهيلي خپره کړې ده او د دې کورنيو ډېری يې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره سخته لار لکه کډوالي انتخاب کړې ده.
د خوړو نړيوال پروګرام زياته کړې، چې د خوړو نړيوال پروګرام اړ شوی چې په افغانستان کې خپلې مرستې کمې کړي، چيرته چې ۱۵ ميليونه تنه نه پوهېږي چې خپل بل خوراک به له کومه ځايه ترلاسه کوي.
ننګرهار کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې یاد کس په دې وروستیو کې خپل عصبي توازون له لاسه ورکړی و، نو ځکه خو یې ځان وژنه کړې ده.
کندهار کې د معلولینو لویه برخه چې لوړ عمر لرونکي اشخاص او ماشومان جوړوي زیاتوي، چې دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او په درد یې یوازې هغه کسان پوهیږي چې د دوی په څیر معلول شوي وي.
د کندهار د پنجوایي اوسیدونکی حجت الله چې د سختې جګړې له امله له خپلې اصلي مېنې بې ځایه شوی وایي، کورونه یې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شوي وو او سخت ویجاړ شوي دي.
«بيخي ستړې يمه د خپل ژوند څخه په تنګه شوې يمه زه حيرانه يمه چې په دغه خپلو اولادونو څه وکړم د خوراکي توکو مرستې دې راسره وکړي چې اولادونه مو له لوږې مړه نه شي.»
روغتیاپالان وایي، په کم عمر کې واده، باکيفيته خوړو ته نه لاس رسی، بې وزلي، بې سوادي او د زیږون ترمنځ د فاصلي نه مراعت کول هغه لاملونه دي چې په ماشومانو کې یې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.
د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې ۲۸.۸ ميليونه وګړي يا هم د افغانستان دوه پر درې برخې نفوس د ۲۰۲۳ کال پر مهال څو اړخيزو بشري مرستو ته اړتيا لري.