د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په خپل راپور کې ویلي، چې د دغه سازمان ټیمونو د هرات په ولایتي روغتون کې د ۵۴۰ کسانو درملنه کړې ده.
کندهار کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست د نري رنځ د څانګې مسوول ډاکټر صالح محمد مصلح اطلاعات روز ته وويل، تر دې وړاندې هېواد کې هيڅ دغه ډول د نري رنځ ناروغۍ کلچر لابراتوار شتون نه درلود.
د بې پولې ډاکټرانو په وينا، په خوست کې د يوه روغتيايي مرکز کارمند ويلي، چې «په کلي توګه په افغانستان کې وضعيت ډېر بد دی، ټول شيان ګران شوي دي».