اطلاعات روز: هلمند ولايت کې د طالبانو ځايي مسولين وايي، چې د دوی د تيلو او انحصاراتو ریاست دغلته د...
يو تن موټر چلونکی عثمان وايي لومړی دې طالبان د تيلو د کيفيت په برخه کې قانون جوړ او وروسته دې د دوی د بې کیفيته تيلو مخه ونيسي. هغه وايي تر دي وړاندي يې هم دغه ډول تيل افغانستان ته را انتقالول خو مخه يې نه نيول کيده.
عام خلک هم شکایت کوي،چې په دې وروستیو کې د تیلو او ګازو د بیو له لوړیدو سره دغه ولایت کې د نقلیه وسایطو کرایې لوړې شوي او د هر ځای په کرایه کې له ۱۰-۲۰ افغانیو زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې تر دې وړاندې هم بې کيفيته وارداتي تيل بيرته ايران ته لېږلي دي.
د کندهار يو اوسېدونکی نقيب الله وایي، د بې کيفيته تېلو له امله يې ډير کله د موټرو ډېزل پمپونه خرابېږي او په ۳۵۰۰ افغانۍ یې بیرته ترمیموي چې دا د دوی لپاره سخت زیان دی.
اطلاعات روز: د طالبانو له لوري ايران ته د تيلو د سلګونو ټانکرونو تر لېږلو وروسته په هرات کې د...