د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رييس د کورنیو سیلانیانو سربیره د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ ټینګار کوي او سيلانيان د سولې سفيران بولي او وايي، چې دوى کولاى شي د يوه هېواد کلتور خپلو خلکو ته انتقال کړي.
هغه وايي د طالبانو د مسوولينو لخوا ټول هغه کسان چې سیمه يې غصب کړې ده نيول شوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي دي.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پلاوی وایي، دوی به د ارزګان د ټولو ثبت شویو تاریخي سیمو راپور وزارت سره شریک کړي ترڅو د رغولو چارې یې پېل شي.