هلمند کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست څخه نن (پنج شنبه، ۲۳ د وږي) په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه درملتونونه یې د تېرو دوو ورځو راهیسې د یوه کمپاین پرمهال تړلي دي.
دغه درمل چې شمير يې ۸۵ قلمونو ته رسيږي ۲۱ قلمه يې د کرنې ۵۸ قلمه يې حيواني او پاته ۷ قلمه يې کرنيز تخمونه دي موږ راټول کړل او د سوځولو چارې يې ترسره کوو ټول هټۍوال باید د کرنې او مالدارۍ برخه کې بي کیفيته توکي ښار ته رانتقال نه کړي
ورته مهال بیا دغه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مرستيال مولوي فتح خان خبرداری ورکوي، چې که داځل په دې ولايت کې غير قانوني او تر وخت تير درمل له کوم چا سره وموندل شول سخته سزا به ورکړي.