د نجونو د دانايي تعليمي موسېسه چې د باقر نيازي او د ده د ملګرو په همت جوړه شوې ده، غواړي چې هر کال تر زرو پورې ښځينه زده کوونکې نړيوالو پوهنتونونو لپاره چمتو کړي.
يوه محصله چې د ايټاليا هيواد بورس يې تر لاسه کړی دی، وايي چې د تحصيل د دوام لپاره يې ډېرې خوارۍ کښلې دي خو نه ده توانيدلې چې له بورسه ګټه واخلي.