د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دغه خبرې نن (پنج شنبه، ۱۴ د کب) کابل کې په لویه جرګه کې د استاد عبدالعلي مزاري په ۲۶ام تلین غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د لنډمهالې ادارې په ګډون له ټاکنو پرته بله هره طرحه د نظام او اساسي قانون د له منځه وړلو په مانا ده.