تیره ورځ ناوخته د یاد ولایت د حیدر خانې سیمه کې یو سراچه ډوله موټر او ریکشا ټکر کړی، چې له امله یې یو ریکشا چلوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
نورګرام اوسیدونکی وایي، د وړمې ورځې د ترافیکې پېښې قربانیانو د کورنۍ غړو هغه موټر سوزولی چې د تیرې دوشنبې په ورځ چپه شوی وو، او له امله یې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
تیره ورځ د واما ولسوالۍ د ارچڼو پل تر څنګ د طالب ځواکونو یو رینجر موټر د سرک د خرابوالي له امله سیند ته لویدلی او په پنځه امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي، ټپیان په وخت روغتون ته لیږدول شوی او وضعیت یې د ډاډ وړ دی
د پکتيا په حوزوي روغتون کې يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط تېره ورځ ناوخته(سې شنبه،۲۰، د ثور) اطلاعات روز ته وويل، چې دوی ته د پېښې له ځايه يو جسد او دوه ټپيان چې روغتيايي حالت يې نازک و ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، تېره شپه نا وخته شاوخوا ١١ بجې د قوش تېپې ولسوالۍ مربوطاتو کې يوه باربري «مازدا» ډوله موټر اوښتی او ۳۶ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
تیره ورځ ناوخته د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان اړوند عزیز خان کڅ سیمه کې یو سراچه ډوله موټر له سړکه اوښتی چې له امله یې ۷ تنه ټپیان شوي دي.
د دې پېښې پر مهال ۱۹ کسان زخميان شوي چي له هغې جملې څخه د درې کسانو روغتيايي حالت نازک دی او د پاتې نورو کسانو صحت د ډاډ وړ دی.
د نورستان والي ویاند وایي، پېښه کې د واما ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قومندان مولوي احمد شاه او درې تنه ساتوونکي یې وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
تیره ورځ (۲۴ د ثور) دارزګان ولايت په چوره ولسوالۍ «خوش خدير» سيمه کې پر دوه ماشومانو ماين چاودنه کړي چې پرمهال يې يو وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
په بدخشان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې په دې پيښه کې يو تن ټپي شوى هم دى.