ټاکل شوې وه چې فاطمه د خپلې نقاشۍ نندارتون سږ کال کابل، اسټرالیا او امریکا کې وړاندې کړي. په هغه یادداښتونو کې چې له هغې پاتي، د دې نندارتون لپاره یې ډېر عنوانه ټاکلي دي، له هغې ډلې زموږ د د وینې بیه، خاورې او ایرې، د هوساینې په لټه او خاموشه کاته
تر دې غونډې وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير يوه خصوصي خبري اژانس ته ويلي چې شونې ده د پېښور د بريد طراحان په افغانستان کې وي او دولت بايد دا موضوع له ګاونډي هيواد سره شريکه کړي.
په دې راپور کې ويل شوي چې خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونه د تاوتريخوالي له اړخه د افغانستان له وضعيت څخه په زياته کچه اغېزمن دي، د دې ۲۱ مياشتو پر مهال په دې ځايونو کې په ترتيب سره د بريدونو شمير ۹۲ او ۸۱ سلنه زيات شوی دی.