دا قوم د ثابت هويت نه لرلو او ګرځېدلو له امله د کوچيانو په څېر دي چې وخت ناوخته له يوه ښاره بل ښار ته کډه کوي او له همدې کبله ورته کم کاري فرصتونه پيدا کېږي.
له زده کړو د وړو نجونو منع کول بدې پايلې لري. لومړی زيان يې دادی چې په ټولنه کې د هر ډول بدلون او خوځښت مخه نيول کېږي او په يوه لويه پيمانه ځواک چې زده کړو او کار ته تيار دی د مايوسۍ او ناهيلۍ ښکار کېږي.
ستانکزی زیاته کړه، که غواړو د نړې سره سیالي وکړو؛ باید زده کړې وکړو او دا یوازې په واسکټ او پټکي نه کېږي؛ ساینس، کیمیا او جعرافیه باید زده شي.
د اسلامي همکاريو د سازمان له اعلاميې سره سم، د مسلمانو علماوو پلاوي د درسي برنامو د بيا کتنې او په ټول هيواد کې د نجونو لپاره د امن زدکړييز چاپېريال د رامنځته کولو په تړاو د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو راپور هم اورېدلی دی.