د نورالله په نامه د جلال اباد ښار اوسیدونکی وایي، چې د هوا د ککړتیا لاملونه څرګند دي، خو د دغه ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې یې د مخنیوي په برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی، چې له امله یې د هوا ککړتیا ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده.
کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکټر محمد صديق وایي، په تېرو دريو مياشتو کې ورته د دې ولايت له بېلابېلو سيمو نږدې ۴۰۰ په سينه بغل ناروغۍ اخته ماشومان ور وړل شوي چې له ډلې يې ۴۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بل لور ته تازه د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې د روانې میاشتې له پېل راهیسې په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله ۱۹۷ کسان مړه شوي دي.
د دې بنسټ په راپور کې ویل شوي، چې په ژمي کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د هوا تودوخه له صفر څخه ښکته وي، چې له امله یې ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته کېږي.
د روغتيا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهيسې ټولټال د ۲۳۷ زره او ۷۸۲ پېښو راپور ورکړل شوی چې په ټول هيواد کې په تنفسي ناروغيو اخته شوي.
د زابل د عامې روغتيا ریيس د موسمي ناروغیو د ناروغانو د شمېر په اړه وايي، يوازې يې د رواني اوونۍ په جريان کې د ۹۰۰ ناروغانو درملنه ترسره کړې ده.
د ننګرهار د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر منصور ښاغلی وایي، چې هره ورځ ګڼ شمیر په تنفسي او نورو موسمي ناروغیو اخته ناروغان روغتون ته راوړل کیږي، چې زیاتره یې کم عمره ماشومان او میرمنې دي.