په همدې حال کې پاکستان ته د درملنې په موخه تلوونکي ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دواړو خواوو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار مولوی عبدالجبار حکمت نن (یکشنبه، ٢٩ د سلواغې) وویل، چې طالب سرتیرو په تورخم دروازه کې هغه کس نیولی، چې غوښتل یې له هېواده پاکستان ته ۶ قلمه تاريخي اثارو قاچاق کړي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی حضرت الله وایي، له کله چې د تورخم لاره تړل شوې ورسره سم په جلال اباد ښار او د ولسوالیو په بازارونو کې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې استازو دغه راز ویلي، چې ۱۴۳ ميلونه يورو نوې بوديجه يې د افغانستان د کډوالو او هرات د زلزله ځپلو ته ځانګړې کړې، چي ډېر ژر به د بشري مرسته کوونکو ادارو له لوري ورسيږي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، د کډوالو په کمپ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ۶۲زره او ۱۳۸ کسانو ته وړيا روغتيايي خدمات وړاندې شوي دي.
د باختر خبري اژانس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب سرتیرو په تورخم ښارګوټي کې د پلټنو پر مهال په درېیو سوداګریزو محمولو کې پنځه زره او ٨٨ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد «امونیم نایټریټ» نیولي دي.
د پاکستاني ګمرک د ترخیص مسوول مجیب الله شینواري ډان نیوز ته ویلي، چې د پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدي ترینګلتیاوو او همداراز د افغان موټرچلوونکو لپاره د ویزې د سیاست په اسانه کولو کې د یو شمېر پاکستاني چارواکو د نه لیوالتیا له کبله د تورخم د خلاصولو لپاره هڅې کمې شوي.
اطلاعات روز: په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې دپاکستان سرحدي مسوولينو تر تورخم وروسته په دې ولايت کې «غلام...
اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسيف) له پاکستانه په زور د را ایستل شویو افغان کډوالو...
راستنې شوې کورنۍ د طالبانو له مرکزي او ولایتي چارواکو غوښتنه کوي، چې ژر دې د ثبت او راجستر پروسه چټکه کړي، ترڅو د دوی قانوني مراحل خلاص او خپلو دایمي مېشت ځایونو ته ستانه شي.