د کندهار د صرافانو د اتحاديې مشر حاجي قندي آغا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې نوي جعلي ډالر بازار ته راغلي او صرافان يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
هغه زياتوي چې څو ځله د جعلي ډالرو خرڅونکو صرافانو او دوکاندارانو ته جعلي ډالر ورکړي خو څوک نه دې پرې پوه شوي.