د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۹ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د داعش ډلې دغه غړی تېره شپه د ملي امنیت اړوند «صفر۲» قعطې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو ترڅ کې نیولی دی.
د یاد ریاست رییس محمد ظاهر ستانکزي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي لامل په خپلسري ډول د څاه ګانو کېندل، پاکوالي ته پام نه کول او په جلال اباد ښار کې د اوبو رسولو کانالیزاسیون سیستم نه شتون یادوي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن (دوشنبه، ۱۳ د غویي) سهار د جلال اباد ښار دویمې حوزې اړوند په کابل هډې سیمه کې د پولسو پر رنجر موټر د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې په ترڅ کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.
ښاریان وایي، په بېلابیلو برخو کې ښاروالۍ ته ټکس ورکوي؛ خو په ښاروالۍ نیوکه کوي، چې له تېرو څو کالو راهیسې له دې ستونزې سره مخ دي؛ خو پام ورته نه کېږي.
یوې روغتیایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه چاودنې څخه شپږ ټپیان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال شوي چې ټول صرافان دي.
د خوږياڼي په خبره په ښار کې یې د کمرو د نصب موخه د امنیتي پېښو مخنیوی او د ډاډ من امنیت رامنځته کول دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تائید کړه او ویې ویل، چاودنه نن سهار نن (دوشنبه، ۶ د غویي) شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند عبدالوکیل لېسې مخې ته د پولیسو پر رینجر موټر شوې ده.
دوی وایي، د جلال اباد ښار لغمان هډې ته څیرمه، توپ غونډۍ، چپرهار هډه او د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند کمپونو سیمه کې د ځينو کسانو له لوري په ښکاره ډول نشه یي توکي پر روږدو کسانو پلورل کیږي، خو څوک یې مخنیوی نه کوي. د جلال اباد ښار یوه اوسیدونکي شریف الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د نشه یي توکو ډېری خرڅوونکي ماشومان او میرمنې دي، چې د وخت په تېرېدو پرې دوی هم اخته کیدای شي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د جلال اباد ښار د درېيمې حوزې اړوند «عربانو ګولاي» سيمه کې يو کس خپله مېرمن د نامعلومو دلایلو پر اساس وژلې ده.
د نورالله په نامه د جلال اباد ښار اوسیدونکی وایي، چې د هوا د ککړتیا لاملونه څرګند دي، خو د دغه ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې یې د مخنیوي په برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی، چې له امله یې د هوا ککړتیا ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده.