د اطلاعات روز له شمېرو سره سم، د تېرو دریو مياشتو پر مهال ۱۲۲ تنه په جنايي پېښو، ۱۲ تنه په غير قانوني وژنو، ۵۱ تنه په بريدونو او چاودنو او ۱۸ تنه نور له جنګه د پاتې ماينونو او چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي دي
د زابلي په خبره، چې لومړۍ پېښه د کوټ ولسوالۍ په «تریلي» سیمه کې د یوې مېرمنې او یوه کس ترمنځ د «نا مشروع اړیکو» له امله شوې، چې ګوجر نومي کس یې په تور پر خپلې اېنګور او یو بل کس چې اصلي د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی دی ډزې کړي، چې په پایله کې یې اینګور مړه او کس ټپي شوی دی.
د خوست ولایت اوسېدونکي د جنايي او غلاو پېښو د زیاتېدو لامل د بې روزګاره ځوانانو د کچې لوړېدل بولي او وايي، په تېر نظام کې د دغه ولایت تر ۷۰ سلنه ډېر ځوانانو په دولت کې دندې ترسره کولې.